د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
Thu, Jun 18 2026 8:38 AM
awwny_khbrwnh_dyzayn_23_tr_29_jwza_pshtw.jpg

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۳۱) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۸) د کورني تاوتریخوالي، (۱۵) د میراث، (۱۷) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۴) د ولور، (۸) د نفقې ورکړې، (۱۱) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینه برابره شوې او پاتې (۸) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۲)  لویې دښمنۍ او (۶۲) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

دغه راز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۹) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

  محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۲۱۱) اصلاحي ناستې کړې دې.

اصلاحي ناستې:

 او وروستی خبردا، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په کچه له ځایي خلکو سره د عامه ذهنیت د سمون، اسلامي نظام د ملاتړ او په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه په دې اونۍ کې(۴۲۳) اصلاحي ناستې کړې دې.

Latest news

Tue, Sep 15 2026 2:20 PM
Background image

Officials of the Ministry Resolve 29 Disputes in Seven Provinces

Over the past three days, as part of their ongoing activities, officials (Muhtasibs) with the mediation of religious scholars and tribal elders, have resolved 29 disputes between. . .

Mon, Sep 14 2026 10:05 AM
Background image

Officials in Seven Provinces Encouraged and Raised Public Awareness on Observing the Islamic Hijab and Refraining from Listening to Music

Officals (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Kapisa, Nuristan, Sar-e-Pul, Takhar, Uruzgan,. . .

Mon, Sep 14 2026 9:52 AM
Background image

Monitoring of Commercial Centers by the Ministry officials and the Holding of Reformative Meetings with Shopkeepers and Traders in Three Provinces

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Kunduz, Baghlan, and Takhar, as part of. . .

BACK TO NEWS