د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
Thu, May 14 2026 8:53 AM
awwny_khbrwnh_19_tr_25_thwr.jpg

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۵۶) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۸۹) د کورني تاوتریخوالي، (۲۰) د میراث، (۱۷) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۱) د ولور، (۸) د نفقې ورکړې، (۵) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینه برابره شوې او پاتې (۶) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۹)  لویې دښمنۍ او (۵۶) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

دغه راز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۱۰) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

  محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۸۶) اصلاحي ناستې کړې دې.

اصلاحي ناستې:

 او وروستی خبردا، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په کچه له ځایي خلکو سره د عامه ذهنیت د سمون، اسلامي نظام د ملاتړ او په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه په دې اونۍ کې(۴۳۵) اصلاحي ناستې کړې دې.

Latest news

Sat, Jun 13 2026 2:22 PM
Background image

14 cases of disputes and hostilities were resolved in Seven provinces of the Country

In line with strengthening Is/la/mic solidarity, ensuring social peace, and resolving disputes and hostilities among ethnic groups and families, personnel (Muhtasibs) of the Ministry. . .

Sat, Jun 13 2026 9:38 AM
Background image

14 women were rescued from domestic violence in Seven provinces of the Country

Inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, have rescued 14 women in the provinces of Takhar, Parwan,. . .

BACK TO NEWS