کنړ کې محتسبینو د حرفوي سوالګرو لس کسیزه ډله ونیوله

fazli_admin
Mon, May 11 2026 8:37 AM
dr_knr_swalgr_hrfh_ay_dstgyry_shd

د کنړ ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په څوکۍ ولسوالۍ کې د حرفوي سوالګرو هغه لس کسیزه ډله نیولې، چې د سوالګرۍ لپاره به له ننګرهار ولایت څخه کنړ ولایت ته تلل.

محتسبین یې په تړاو وایي: د حرفوي سوالګرو یاده لس کسیزه ډله، چې پخپل شخصي موټر کې به له ننګرهار ولایت څخه کنړ ولایت ته ورتلل او د سوالګرۍ د ناوړه عمل تر څنګ یې نورې غیر شرعي کړنې هم تر سره کولې وروسته له هغه نیولي، چې د سیمې خلکو د یادو کسانو په تړاو امر بالمعروف ریاست ته شکایت وکړ.

محتسبین زیاتوي، چې یاد کسان یې د نورو څېړنو په موخه عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي او ډاډ څرګندوي، چې هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې په ټولنه کې غیر شرعي او ناوړه کړنې تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له لوري په بازارونو کې د سوالګرو پر کړنو له بندیز وروسته د امر بالمعروف وزات مسؤلینو تر دې دمه ګڼ شمېر حرفوي سوالګر نیولي چې په ټولنه کې یې غیر شرعي او ناوړه کړنې تر سره کولې.

Latest news

Mon, May 25 2026 4:12 PM
Background image

Ministry officials prevented a forced marriage involving a woman in Maidan Wardak province

Officials (Muhtasibs )of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA in Sayedabad district of Maidan Wardak province, as part of their. . .

Mon, May 25 2026 1:57 PM
Background image

Three individuals accused of practicing sorcery were arrested by ministry inspectors in Kabul, Parwan, and Balkh provinces 

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Kabul, Balkh, and Parwan, following the. . .

BACK TO NEWS