د هېواد په اوو ولایتونو کې (۲۰) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
Mon, May 04 2026 9:46 AM
njat_20_zn_dr_hft_wlayt.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ارزګان، کندز، فاریاب، کاپیسا،بلخ، ننګرهار او تخار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۲۰) مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنی غیرتونو په اساس ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

Latest news

Mon, May 04 2026 11:16 AM
Background image

Prevention of a forced marriage of a woman and facilitation of a lawful marriage for a young woman in the provinces of Ghazni and Nangarhar

Personnel (Muhtasibs) from the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Ghazni and Nangarhar have taken effective. . .

Mon, May 04 2026 10:49 AM
Background image

20 Women Rescued from Various Forms of Abuse in Seven Provinces

Inspectors of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, rescued 20 women in the provinces of Uruzgan, Kunduz, Faryab, Kapisa, Balkh. . .

Sun, May 03 2026 2:21 PM
Background image

*In Nangarhar, Muhtasibs resolved a long-standing dispute that had arisen over social issues*

Officials (Muhtasibs) from the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing Complaints of IEA, in Nangarhar province, with the aim of ensuring social justice. . .

BACK TO NEWS