روزګان کې محتسبینو یوه مېرمن له یو کلن کورني بند څخه وژغورله
د روزګان ولایت محتسبینو د خپلو هڅو په دوام او د مېرمنو د شرعي حقونو خوندیتوب په موخه د دې ولایت په مرکز ترین کوټ خیرو کارېز سیمه کې یوه مېرمن، چې له تېر یوه کال راهیسې د کورنۍ د غړو له لوري له فزیکي ځورونې، کورني ظلم او تاوتریخوالي سره مخ وه وژغورله.
محتسبین وایي: یاده مېرمن، چې له تېر یوه کال راهیسې په کورني بند کې ساتل کېدله او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه د محتسبینو له لوري تر ژغورلو وروسته له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.
محتسبین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ناسمو روایتونو مخه به نیسي چې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ کوي.
