خوست کې پنځه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې
د خوست ولایت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د مېرمنو د حقونو د تأمین او د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه په مرکز او ولسوالیو کې پنځه مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورلې.
یادې مېرمنې له تېرو څو کلونو راهیسې د خپلو خاوندانو او کورنیو له لوري د فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ وې او د خسرګنیو له لوري ورسره ناسم او ناوړه چلند کېده، چې د محتسبینو په هڅو له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.
محتسبین څرګندوي، چې د مېرمنو د شرعي حقونو د خوندیتوب او تأمین لپاره په بشپړه توګه ژمن دي او هېڅ چاته به اجازه ور نه کړي، چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.
د یادولو وړ ده، چې د یاد ریاست محتسبینو تر دې وړاندې هم د مېرمنو اړوند ګڼ شمېر قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح قضیې شاملې دې.
