محتسبینو په زابل ولایت کې د ځمکې پر سر راپورته شوې اووه کلنه شخړه حل کړه

fazli_admin
Mon, Apr 20 2026 8:40 AM
yk_qdyh_hft_salh_dr_zabl_hl_shd.jpg

 زابل ولایت محتسبینو د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې د دې ولایت په شملزو ولسوالۍ ځنځیر سېمه کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې اووه کلنه شخړه، چې د دواړو خواوو سلګونه د لمریزې برېښنا (سولر) دستګاوې ماتې شوې وې او یو بل ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو د محتسبنو له لوري په سولیزه توګه حل شوه.

د یاد ریاست محتسبینو، د علماوو شورا د غړیو او یو شمېر قومي مخورو په همکارۍ هغه اوږدمهاله شخړه په بریالیتوب سره حل او فصل شوه، چې له تېرو اوو کلونو راهیسې د ځمکې پر سر د دوو کورنیو ترمنځ روانه وه.

محتسبین ډاډ څرګندوي، چې هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د قومي او ژبنیو دښمنیو پر اساس بې اتفاقي را منځته کړي او په پوره توان به د هغو پېښو مخه نیسي چې په هېواد کې راغلي امن او د ورورولۍ فضا ته ګواښ پېښوي.

Latest news

Mon, Apr 20 2026 10:45 AM
Background image

One individual was arrested on charges of producing and possessing alcoholic beverages in Qaisar District of Faryab Province

Department for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints in Faryab Province has reported that, during their routine operations, its inspectors apprehended. . .

BACK TO NEWS