فاریاب کې محتسبینو یو کس د شراب جوړولو په جرم نیولی دی

fazli_admin
Mon, Apr 20 2026 8:30 AM
yk_shrab_frwsh_dr_faryab_dstgyr_shd-31hml.jpg

 د فاریاب ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر مهال په قیصار  ولسوالۍ کې یو کس د شراب جوړولو په جرم له (۱۰) لېټره خمر شویو ممیزو، درې بوتل شرابو او نورو نشه یي توکو سره یو ځای نیولی او د لا نورو څېړنو په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلی دی.

په تړاو یې ولایتي مسؤلین وایي ، چې یاد کس یې د شراب جوړلو په جرم له یو اندازه نشه یي توکو سر یو ځای نیولی او زیاتوي،چې هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې په غیر شرعي او نا قانونه کړنو لاس پوري کړي.

د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي محتسبینو د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې، د دوو ښځینه کوډګرو په ګډون درې تنه شراب جوړونکي له څلور بوتله شرابو، یو کیلو ګرام چرسو او (۱۵) پاکټه نشه یي ګولیو سره یو ځای نیولي او د لا نورو څېړنو په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي وو.

Latest news

Mon, Apr 20 2026 10:45 AM
Background image

One individual was arrested on charges of producing and possessing alcoholic beverages in Qaisar District of Faryab Province

Department for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints in Faryab Province has reported that, during their routine operations, its inspectors apprehended. . .

BACK TO NEWS