د هېواد په اتو ولایتونو کې (۳۸) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
Mon, Apr 13 2026 9:08 AM
njat_38_zn_dr_8_wlayt

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، پکتیکا، پکتیا، جوزجان، فاریاب، نیمروز، سرپل او غزني ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۳۸) مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنی غیرتونو په اساس ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

Latest news

Wed, Apr 15 2026 3:47 PM
Background image

Six long-standing disputes and hostilities among tribes and families were resolved in the provinces of Bamyan and Takhar

The officials of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, with the aim of strengthening Islamic unity, ensuring social peace, and. . .

BACK TO NEWS