په قندهار او پکتیا ولایتونو کې محتسبینو د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي په موخه جدي کړنې تر سره کړې

fazli_admin
Tue, Mar 10 2026 9:49 AM
dr_kndhar_w_pktya_nrkh_hay_kntrwl_shd.jpeg

د قندهار او پکتیا ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د اړوندو ادارو په ملتیا په بازارونو کې د سود، احتکار مخنیوي او نرخونو کنټرول په موخه د ګرانۍ د مخنیوي په پار له ځینو دوکانونو او تجارتي ځایونو څخه لیدنه وکړه.

د څارنې پر مهال هټۍوالو ته لارښوونه وشوه، چې د پخوانیو موجوده توکو بیې به د هماغه پېرلو له قیمت سره سمې تنظیموي او د حالاتو له نوم څخه په استفادې سره به نرخ لوړونه نه کوي. همدا راز ټینګار وشو، چې احتکار، د توکو پټول او یا بې‌ځایه نرخ لوړول د شرعي او قانوني اصولو خلاف عمل دی او له سرغړوونکو سره به جدي چلند ترسره شي.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وایي، چې له یادو اصولو سرغړوونکي مسئولین به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي او سوداګریز ځاایونه به یې وتړل شي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS