فراه کې د محتسبینو له لوري په زیاته اندازه تاریخ تېر توکي له منځه یو وړل شول

fazli_admin
Sat, Feb 28 2026 10:12 AM
az_byn_brdn_mwad_tarykh_tyr_shdh_dr_frah.jpeg

فراه کې  د محتسبینو له لوري د نرخونو د کنټرول، سودي راکړې ورکړې د مخنیوي، او احتکار د مخنيوي په موخه د جوړې شوې کمېټې له لوري د دغه ولایت  مرکز اړوند باغ نو سيمه کې په زیاته اندازه تاريخ تېر او بې کيفيته خوراکي او غیر خوراکي توکي هدر کړل.

 ځایي اوسېدونکي د ټولنې د اصلاح په موخه د محتسبینو د اصلاحي کړنو هر کلی کوي او ترڅنګ یې له محتسبینو غواړي، چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه ونیسي او د وزارت له لوري په دې برخه کې د شویو سپارښتنو د تطبیق په موخه جدي څارنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې د وزارت د ځانګړو سپارښتنو او جوړو شویو کمېټو پر مټ په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار د مخنیوي په موخه کړنې تر سره کوي، چې ور سره په یاده برخه کې د پام وړ تغیرات راغلي دي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS