د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
Thu, Feb 19 2026 11:20 AM
khbrhay_hfth_akhr_dlw_-_pshtw.jpeg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي سمون لپاره د ټاکل شوې پالیسي پر اساس کړنې تر سره کړې دې.

د امر بالمعروف وزارت له لوري له محتسبینو سره د قانون د لا ښه تطبیق په موخه ناسته:

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د پلازمېنې کابل ولایت ټولو محتسبینو سره د دې وزارت د غونډو په تالار کې د قانون د اورولو او په ټولنه کې د لا ښه تطبیق په موخه ناسته وشوه.

د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

دغه راز محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۷۸) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۳۱) د کورني تاوتریخوالي، (۱۲) د میراث، (۶) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۹) د ولور، (۸) د نفقې ورکړې، (۵) مېرمنو ته شرعي نکاح زمینه برابره شوه او د (۷) مېرمنو د طلاق  قضیې حل شوې دې.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۹) دښمنۍ او (۴۰) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

د یاد وزارت مسؤلینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۶) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

او وروستی خبر دا، چې محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۷۷) اصلاحي ناستې کړې دې.

Latest news

Sun, Apr 26 2026 11:21 AM
Background image

Five women in the provinces of Ghazni, Baghlan, and Maidan Wardak have been rescued from various forms of abuse

Officials from the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA in these provinces reported that, in efforts to ensure women’s rights and. . .

Sun, Apr 26 2026 11:00 AM
Background image

Five women in Khost rescued from various forms of abuse

Inspectors (Mutasibs) from the Department for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in Khost province have rescued five women from different. . .

Sat, Apr 25 2026 7:58 PM
Background image

Rescue of 15 Women from Domestic Violence in Seven Provinces

Officials  (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Logar, Maidan Wardak, Ghazni, Kunduz, Balkh. . .

BACK TO NEWS