په غزني، پروان او جوزجان ولایتونو کې د امر بالمعروف مسؤلینو درې مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې

fazli_admin
Sun, Feb 08 2026 10:30 AM
sh_zn_dr_ghzny_prwan_njat_yaft.jpeg

د غزني، پروان او جوزجان ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا په یادو ولایتونو کې د  درې مېرمنو د غیر شرعي نکاح ګانو مخنیوی وکړ او یادې مېرمنې یې له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

 مسؤلین وایي : یادې مېرمنې چې د بې معنی غیرتونو او ناوړه دودونو په  اساس غیر شرعي نکاح ګانو ته مجبورې کړل شوې وې د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري یې مخه ونیول شوه او د کورنیو له غړو یې وغوښتل، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

دغه راز مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې د ټولنې د ټولو دیني ارزښتونو او په ځانګړي ډول د مېرمنو د شرعي حقونو د خوندي ساتلو لپاره به خپلې هڅې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

 بلخوا ځایي اوسېدونکي دا پرېکړې د ټولنیز عدالت د تأمین، د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د جبري ودونو د مخنیوي غوره ګام بولي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 3:03 PM
Background image

Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints in the First Month (Hamal) of the Current Year

In the first month of the year 1405, the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, in light of the rulings of Islamic Sharia and through the. . .

Mon, Apr 20 2026 3:51 PM
Background image

14 women were rescued from domestic violence across the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan

Officials of the Ministry of Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan, following. . .

BACK TO NEWS