د هېواد په څلور ولایتونو کې (۱۷) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
Tue, Dec 23 2025 9:08 AM
tamyn_hqwq_17_zn.jpeg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، ننګرهار، زابل، او پکتیا ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۱۷) مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له  تېرو څو کلونو راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ وې او د خسر ګنیو له لوري ورسره ناوړه چلند کېده، د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو په تېره قوس میاشت کې د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې له  (۱۰۰) څخه زیاتو بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

Latest news

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

Sun, Sep 27 2026 2:56 PM
Background image

A four-day training seminar for Muhtasibs and preachers in Laghman province has concluded

A four-day training seminar organized by the General Directorate of Education and Training of Muhtasibs and Preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice,. . .

BACK TO NEWS