محتسبینو په پکتیکا کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله

fazli_admin
Mon, Dec 08 2025 8:59 AM

د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د مېرمنوحقونو ته په ژمنتیا د دې ولایت په برمل ولسوالۍ کې یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي: یاده مېرمن چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغې له خوښتې پرته یې په جبري توګه په نکاح کړي، چې د یادې ولسوالۍ محتسبینو پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته د مېرمنې د شرعي حق د ورکړې په موخه یاده مېرمن له اجباري نکاح څخه وژغورله.

محتسبین ډاډ څرګندوي چې د ټولنې د شرعي او اخلاقي ارزښتونو د خوندي ساتلو لپاره به خپلې هڅې لا نورې هم ګړندۍ کړي.

 بلخوا ځایي اوسېدونکي دا پرېکړه د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د جبري ودونو د مخنیوي غوره ګام بولي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS