د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په هرات ولایت کې څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد

fazli_admin
Sun, Nov 30 2025 9:35 AM
payan_smnyar_dr_hrat

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په هرات ولایت کې د قانون اورولو، د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له خلکو سره د غوره چلند کولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد.

دا څلور ورځنی روزنیز سمینار، چې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست د جیدو شیوخو کرامو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې پکې د قانون اورولو سر بېره د محتسبینو ظرفیت لوړونې، له خلکو سره غوره چلند او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وشوې.

ورته مهال د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان په اساس چې په حج، عمرې، ودونو او نورو خوښیو کې د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي په موخه دی له محتسبینو وغوښتل چې په تړاو یې عامو خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست مسؤلینو له لوري په ډېری ولایتونو کې د روزنیزو سمینارونو لړۍ پای ته ورسېده، چې ور سره به د دعوتي برخې په لا ښه سمون او په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راشي.

Latest news

Mon, Jun 22 2026 2:48 PM
Background image

Resolution of Eight Disputes and Feuds in the Provinces of Kunar, Jawzjan, Bamyan, Nangarhar, and Kabul

As a result of the efforts of the personnel (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, eight cases of disputes and. . .

BACK TO NEWS