ننګرهار کې محتسبینو د مېرمنو د حقونو اړوند (۴۷) بېلابېلې قضیې حل کړې دې

fazli_admin
Tue, Nov 25 2025 10:05 AM
dr_nngrhar_47_qdyh_hl_shd.jpg

  د ننګرهار ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د امیر المؤمنین حفظه الله د شپږ ماده یز فرمان سره سم د مېرمنو د حقونو اړوند(۴۷) بېلابېلې قضیې حل کړې دې.

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي، چې په تېره عقرب میاشت کې یې په مرکز او ولسوالیو کې د مېرمنو د حقونو لکه میراث، ولور، نفقې، کورني تاوتریخوالي، کورني بند، جبري نکاح ګانو او نورو اړوندو برخو کې (۴۷) قضیې حل کړې دې.

د هغوی په وینا، چې محتسبینو یې په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي او د اخلاقي سمون په موخه دوه تنه ماهر کوډګر هم نیولي، چې د شرعي حدودو د تطبیق او نورو څېړنو په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دې.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS