غزني کې د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن له ۳۰ کلن کورني تاو تریخوالي وژغورل شوه

fazli_admin
Mon, Nov 03 2025 8:50 AM
yw_myrmn_ph_ghzny_wzhghwrl_shw

د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال یوه مېرمن، چې له تېرو (۳۰) کلنو راهیسې د خسرګنۍ له لوري له ناوړه چلند او کورني تاوتریخوالي سره مخ وه وژغورله او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

مسؤلین وایي: یاده مېرمن چې د خپلې خسرګنۍ له لوري له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې له رواني او فزیکي ظلم سره مخ وه د محتسبینو په هڅو وژغورل شوه.

دغه راز محتسبینو د نوموړې مېرمنې له خاوند او د خسرګنۍ له غړو وغوښتل چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي او د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډک چلند له کولو څخه لاس واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د دې ولایت محتسبینو تر دې وړاندې هم د مېرمنو د حقونو اړوند سلګونه قضیې حل کړې دي او په دې تړاو یې له ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کړې دي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS