خوست کې د محتسبینو په هڅو یوه مېرمن له اووه کلن کورني تاو تریخوالي وژغورل شوه
د خوست ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال یوه مېرمن، چې له تېرو (۷) کلنو څخه د خسرګنۍ له لوري له ناوړه چلند او کورني تاوتریخوالي سره مخ وه وژغورله او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.
مسؤلین وایي، یاده مېرمن چې لومړنی خاوند یې وفات شوی او دوهم ځل د هغې له خوښې پرته یوه بل کس ته په نکاح شوې وه او د خپلې خسرګنۍ له لوري له تېرو اوو کلنو راهیسې له رواني او فزیکي ظلم سره مخ وه د محتسبینو په هڅو وژغورل شوه.
دغه راز محتسبینو د نوموړې مېرمنې له خاوند او د خسرګنۍ له غړو وغوښتل چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي او د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډک چلند له کولو څخه لاس واخلي.
د یادولو وړ ده، چې د دې ولایت محتسبینو تر دې وړاندې هم د مېرمنو د حقونو اړوند لسګونه قضیې حل کړې دي او په دې تړاو یې له ځایي خلکو سره اصلاحي ناستې کړې دي.
