زابل کې محتسبینو په (۱۱) ولسوالیو کې د مېرمنو د حقونو په تړاو اصلاحي ناستې وکړې

د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو په تېره اونۍ کې د دې ولایت د مرکز قلات ښار په ګډون په (۱۱) ولسوالیو کې له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او خوندیتوب په موخه ناستې وکړې.
محتسبینو په دې اصلاحي ناستو کې د غیر شرعي نکاح ګانو، کورني تاوتریخوالي، میراث او د ناوړه دودونو پر اساس د مېرمنو د ځورونې د مخنیوي په موخه ناستې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې هېڅ کوم وګړی باید د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار وا نخلي.
د یادولو وړ ده، چې د یاد ولایت محتسبینو تر دې وړاندې هم د مېرمنو د لسګونه قضیو د حل تر څنګ زیاتې دښمنۍ او قومي شخړې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.