غزني کې محتسبینو یوه مېرمن له اتلس کلن کورني ظلم څخه وژغورله

fazli_admin
Wed, Aug 06 2025 9:42 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د غزني ولایت د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو، د امیرالمؤمنین حفظه الله لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د جوړ شوي قانون له مخې، د  دې ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې یوه مېرمن له ۱۸ کلن کورني ظلم څخه وژغورله.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي: یاده مېرمن چې له تېرو اتلس کلونو راهیسې د خپل پلار کور ته له تګ څخه منع کړل شوې وه او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه د محتسبینو په هڅو له شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

محتسبینو د نومړې مېرمنې د خسرګنۍ له غړو سره په اصلاحي ناسته کې د اسلام په مبارک دین کې د مېرمنو پر ارزښت او د هغوی د حقونو په تړاو خبرې وکړې او له هغوی څخه یې ژمنه واخیسته، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه تېره سرطان میاشت کې د مېرمنو (۱۲۰) بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې او ډاډ څرګندوي چې په پوره توان به د هغو ټولو بدو پېښو مخه نیسي، چې له امله یې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ وي.

Latest news

Mon, Jun 22 2026 2:48 PM
Background image

Resolution of Eight Disputes and Feuds in the Provinces of Kunar, Jawzjan, Bamyan, Nangarhar, and Kabul

As a result of the efforts of the personnel (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, eight cases of disputes and. . .

BACK TO NEWS