محتسبین: د مېرمنو د شرعي حقونو نه ورکړه غیر شرعي عمل او د انساني کرامت سپکاوی دی

fazli_admin
Tue, Aug 05 2025 1:59 PM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست محتسبینو د مېرمنو حقونو د خوندیتوب په موخه د دې ولایت په زنه خان ولسوالۍ کې یوه مېرمن، چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د خپل خسر له لوري، له فزیکي او رواني ځورونو سره مخ وه وژغورله او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

محتسبین وایي: یاده مېرمن، چې د زنه خان ولسوالۍ د راحت خېلو د کلي اوسېدونکې ده، چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې د خپل خسر له لوري له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه د محتسبینو په هڅو له شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

ورته مهال د یاد ولایت محتسبینو په یوه بل غوره اقدام کې، د دې ولایت په جاغوري، خواجه عمري او ګیلان ولسوالیو کې څلور مېرمنې له کورني ظلم څخه ژغورلې دي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د مېرمنو د حقونو نه ورکړه غیر شرعي عمل بولي او دا چاره د انساني کرامت سپکاوی یادوي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS