د اروزګان ولایت محتسبین: چاته به اجازه ور نه کړو چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې او ظلم ورسره وکړي.

fazli_admin
Mon, Jul 07 2025 8:52 AM
arzgan-_hl_akhtlafat.jpg

د ارزوګان ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو  دوه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي وژغورلې.

د اروزګان ولایت محتسبین وایي، یادې مېرمنې چې له زیاتي مودې راهیسې د خاوند او د خاوند د کورنۍ لخوا له کورني تاوتریخوالي سره مخ وې وروسته له هغې له کورني تاوتریخوالي وژغورلې چې د نوموړو مېرمنو د کورنيو لخوا امر بالمعروف ریاست ته شکایت ثبت شوو.

محتسبینو  د دواړو مېرمنو خاوند او کورنۍ راوغوښتلې او هغوی ته یې د مېرمنو د حقونو په تړاو د شریعت په رڼا کې خبرې وکړې او له نوموړو یې ژمنه واخیسته چې نور به له یادو مېرمنو سره ظلم او ناروا نه کوي او شرعي حقوق به يې ورکوي.

محتسبین ټینګار کوي چې چاته به اجازه ور نه کړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې او ظلم ورسره وکړي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS