د میدان وردګ ولایت محتسبینو یو تن ماهر کوډګر د ګڼ شمېر سحري کتابونو او وسایلو سره یو ځای نیولی دی 

fazli_admin
Wed, Jun 18 2025 8:27 AM
e39e860b-d040-4b3a-b804-95d84c435f58.jpg

 د میدان وردګ ولایت محتسبینو د سیمې د امنیتي ځواکونو په همغږۍ د ځایي اوسېدونکو له شکایت وروسته یو تن ماهر کوډګر د ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولی او د شرعي پرېکړې په موخه اړوندو ارګانونو ته سپارل شوی دی.

د محتسبینو په وینا یاد کوډګر چې په غیر شرعي کړنو بوخت و، د ګڼو کورنیو ترمنځ د نفاق او ستونزو لامل ګرځېدلی و د محتسبینو له لوري ونیول شو.

هغوی همداراز ټینګار کوي چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافات او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

محتسبین ډاډ څرګندوي چې د هېواد‌ په کچه د کوډګرو د فعالیتونو مخنیوي لپاره هڅې روانې دي او چاته به اجازه ورنکړي ترڅو په خپلو ناوړه کړنو او خبرو خلک تېرباسي او پیسې ترې واخلي.

Latest news

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

Wed, Mar 19 2025 2:05 PM
Background image

The Hearing Complaints Department Addresses Nearly 140 Women’s Sharia Cases

The Department of Hearing Complaints, Directorate for the Promotion of Virtue in Bamyan, reports handling nearly 140 women’s Sharia cases over the past two years in both the center and. . .

BACK TO NEWS