په ننګرهار، غزني او لغمان ولایتونو کې پنځه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه وژغورل شوې

fazli_admin
Thu, May 29 2025 9:05 AM
nngrhar_hl_akhtlafat.jpg

  
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ننګرهار، غزني او لغمان ولایتونو محتسبینو پنځه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې او د اسلام د مبارک دین په رڼا کې یې هغوی له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

یادې مېرمنې چې له تېرو څو کلنو راهیسې د بې معنی غیرتونو او ناوړه دودنو پر اساس زورول کېدلې او له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، د یادو ولایتونو د محتسبینو په هلو ځلو وژغورل شوې.

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین ډاډ څرګندوي چې په پوره توان به د مېرمنو له شرعي حقونو څخه دفاع کوي او د هغو ناسمو روایتونو مخه به نیسي چې د مېرمنو شرعي حقوق له ګواښ سره مخ کوي.
 
باید وویل شي چې د دې وزارت محتسبینو د مېرمنو د نورو حقونو لکه میراث، مهر او خپلې خوښې نکاح تر څنګ نیږدې (۱۵۰) مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او کورنیو بند خونو څخه ژغورلې دي.

Latest news

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

Wed, Mar 19 2025 2:05 PM
Background image

The Hearing Complaints Department Addresses Nearly 140 Women’s Sharia Cases

The Department of Hearing Complaints, Directorate for the Promotion of Virtue in Bamyan, reports handling nearly 140 women’s Sharia cases over the past two years in both the center and. . .

BACK TO NEWS