غزني کې یوه مېرمن له شپږ کلن کورني تاوتریخوالي وژغورل شوه

fazli_admin
Mon, Apr 14 2025 1:50 PM
hl_khshwnt_hay_khanwadgy-_ghzny.jpg


د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ محتسبینو یوه مېرمن چې د کورني تاوتریخوالي له امله شپږ کاله د پلار په کور کې اوسېدله، وژغورله او له خاوند څخه یې ژمنه واخيستل شوه څو په راتلونکو کې د ورته کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.
د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي محمد عالم ناصح وایي چې یاده مېرمن چې د خپل خاوند له بد چلند او تاوتریخوالي سره مخ وه له اوږدې مودې راهیسې د خپل پلار په کور کې اوسېدله.
د‌ هغه په وینا، محتسبینو د یادې مېرمن خاوند له احضار وروسته د دواړو کورنیو په شتون کې ستونزه حل کړه او له خاوند څخه یې ژمنه واخیستله، څو په راتلونکي کې له تاوتریخوالي لاس پر سر شي.
بل خوا ځایي اوسېدونکي د محتسبینو کړنې ستایي او ورته کړنې د ټولنې په اصلاح او ټولنیز عدالت ټينګښت کې ګټورې بولي.
دا په داسې حال کې ده چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مېرمنو حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګڼي او ولسونو ته ډاډ ورکوي چې محتسبین د ورته پېښو مخنیوي ته ژمن دي.

Latest news

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

Sun, Sep 27 2026 2:56 PM
Background image

A four-day training seminar for Muhtasibs and preachers in Laghman province has concluded

A four-day training seminar organized by the General Directorate of Education and Training of Muhtasibs and Preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice,. . .

BACK TO NEWS