هلمند کې څه باندې درې ټنه تاریخ درمل او خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول شوي دي

د هلمند ولایت محتسبینو په تېرو لسو ورځو کې د ۱۸ ولسوالیو د بازارونو څخه د څارنې پر مهال څه باندې درې ټنه تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي او درمل راټول کړي دي.
محتسبینو د څارنې پرمهال سوداګرو ته سپارښتنه کړې ترڅو له سود، احتکار او د تاریخ تېر توکو له پلور څخه ډډه وکړي.