میدان وردګ کې د دوو کورنیو ترمنځ (۱۲) کلنه شخړه په دوستۍ بدله شوه

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبینو د مرکز ميدانښار کې د دوو کورنیو د کلیوالي ستونزو له امله راولاړه شوې (۱۲) کلنه شخړه، حل او په دوستۍ بدله کړه.
محتسبینو په خپلو خبرو کې د شخړو په بدو پایلو خبرې وکړې او دواړه لوري یې د اسلامي اصولو په رڼا کې ژوند ته راوبلل.