د امربالمعروف وزارت له لوري د کابل ښاري ریاست د (۲۲) حوزو محتسبینو او اړوندو امرینو ته درې میاشتنی روزنیز سمینار پیل شو

org_admin
Sun, Dec 15 2024 3:16 PM

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د رهبرۍ مقام له لوري د پلازمېنې کابل د امر بالمعروف ښاري ریاست د (۲۲) حوزو امرینو او محتسبینو ته د نوي قانون د تشریح او په دعوتي برخه کې د دې وزارت د تګلارې اورولو او تشریح په موخه د درې میاشتني روزنیز او اصلاحي سمینار لومړنۍ ناسته ترسره شوه.

دا ناسته چې پکې د امربالمعروف وزارت محترم وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب، د مسلکي او پالیسۍ مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي، پوځي مرستیال شیخ سعید احمد شهید خېل، ګڼو نورو رئیسانو او اداري کارمندانو ګډون درلود.

د ناستې په پیل کې د دې وزارت محترم وزیر شیخ محمد خالد الحنفي محتسبینو ته په خطاب کې وویل: نړیوال او زمونږ د ټولنې وګړي ستاسې کړنې څاري نو په ټولنه کې د اغیزمنو او غوره کړنو په تر سره کولو سره د ټولنې لپاره غوره بېلګه شئ.

د هغه په وینا، محتسبین باید د دیني علومو او دعوت پر اصولو باندې د بشپړې  پوهې ترڅنګ د اخلاص، جرأت، تقوا، ریښتینولۍ او ژمنتیا په ځانګړنو هم سمبال وي.

شیخ محمد خالد الحنفي صاحب دغه راز له محتسبینو وغوښتل چې باید په خپلو دعوتي کړنو کې له حکمت او تدبر څخه په ګټه اخیستنې د اسلامي شریعت له احکامو سره سم د سپارښتنو له لارې مخته لاړ شي او هیچاته اجازه ور نه کړي چې د اسلامي اصولو خلاف کړنې ترسره کړي.

بل خوا د امربالمعروف وزارت پوځي مرستیال شیخ سعید احمد شهید خېل په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی د محتسبینو مسؤولیت وباله او ویې ویل چې دا الهي مسؤولیت په بشپړ اخلاص او ژمنتیا سره ترسره کړئ.

باید وویل شي چې په دې درې میاشتني سمینار کې به محتسبینو ته د دعوت پر اصولو او تګلارو سربېره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون هم تشریح شي.

Latest news

Wed, Jun 10 2026 2:47 PM
Background image

In Faryab Province, inspectors helped five women obtain their inheritance rights in accordance with Islamic law

Officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, have comprehensively addressed five legal inheritance cases. . .

Wed, Jun 10 2026 11:14 AM
Background image

Inspectors resolved 27 disputes and conflicts in eight provinces and helped facilitate reconciliation between the parties involved

In line with strengthening Is/la/mic solidarity, promoting social peace, and resolving disputes and hostilities among tribes and families, personnel (Muhasibs) of the Ministry for the. . .

BACK TO NEWS