د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر د افغانستان نهه شمالي ولایتونو ته سفر وکړ

org_admin
Mon, Aug 26 2024 4:12 PM

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د هېواد شمالي ولایتونو ته د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو، عامه پوهاوي او د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو ته ولاړ او د یادو ولایتونو د ځایي مسؤولینو، علماء کرامو، خطیبانو، قومي مشرانو او ګذر وکیلانو سره یې وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د یادو کتنو په ترڅ کې د شریعت پلي کول او حجاب د اسلامي نظام سرې کرښې وبللې او ډاډ یې ورکړ چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شریعت پلي کولو ته ژمن دی.

ښاغلي الحنفي صاحب همدا راز ډاډ ورکړ چې د اسلامي شریعت په چوکات کې د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دی او هېڅ څوک حق نلري ترڅو د ناوړه او غیر شرعي دودونو پر اساس د چا حق ورڅخه واخلي او یا خدای مکړه  زور زیاتی ورسره وکړي.

نوموړي همداراز له علماوو، مسؤولینو او قومي مشرانو څخه وغوښتل ترڅو د اسلامي امارت مشرتابه ټولو فرمانونو، حکمونو او لارښوونو پلي کولو او تر نورو رسولو ترڅنګ د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر برخه کې د یاد وزارت د محتسبینو سره همکاري او همغږي ولري.

ورته مهال د ټولو ولایتونو ځایي مسؤولینو، علماوو او قومي مشرانو د ښاغلي وزیر ورتګ سعادت او نېک پالي وبلله او ډاډ یې ورکړ چې د امیر المؤمنین حفظه الله فرمانونه، حکمونه او لارښوونې پلي کوي او تر نورو یې رسوي، نوموړو همدا راز امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر خپله وجيبه وبلله او ډاډ یې ورکړ چې په یاده برخه کې به د امربالمعروف وزارت سره بشپړه همکاري کوي.

هېره دې نه وي چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله  د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د لا ښه پلي کېدو په موخه ولایتي سفرونه ترسره کوي او هلته د ځایي مسؤولینو، علماوو او قومي مشرانو سره له نږدي ګوري.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 9:19 AM
Background image

Summary of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints’ Activities Over the Past Week

The Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints, within the framework of Islamic rulings and values and with the aim of promoting virtue,. . .

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

BACK TO NEWS