د امربالمعروف وزارت د غونډو په تالار کې د ټولو ادارو له مسؤلینو سره د همغږي په پار ناسته تر سره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۳:۴۴

۲۳ محرم الحرام ۱۴۴۵ ه ق

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت د غونډو په تالار کې د ټولو وزارتونو له عمومي رئیسانو، د ارشاد دعوت له مسؤلینو او نوور غړو سره د یاد وزارت له لوري په دولتي ادارو کې د معروفاتو د اقامې په موخه د ټاکل شویو قوانینو د پلي کېدو او د همغږي په پار ناسته تر سره شوه.

دا ناسته چې پکې د ټولو وزارتونو او لویو ریاستونو عمومي رئیسانو، د ارشاد دعوت مسؤلنیو او ګڼو نورو کارمندانو ګډون درلود، موخه یې په امارتي ادارو کې د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت له لوري د ټاکل شویو قوانینو پلي کول او د مشرتابه د حکم تعمیل و.

د ناستې په پیلیزه وینا کې  د یاد وزارت ویاند محمد صادق عاکف پخپلو خبرو کې و ویل، حاکم نظام د بې شمېره قربانیو ثمره ده چې د دې ساتل او ورته خدمت کول مو الهي مسؤلیت دی او زیاته یې کړه چې په ځمکه د اسلامي نظام حاکمول او د الهي قوانینو پلي کول یوازې د امربالمعروف وزارت مسؤلیت نه دی، زموږ ننۍ ناسته په همدې پار را بلل شوې چې څنګه کولی شو په امارتي ادارو کې دننه او بهر د مشرتابه او امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین پلي کړو.

همدا راز د یاد وزارت د تقنین او پالیسي رئیس مولوي محب الله مخلص د ښه راغلاست تر څنګ ګډون والو ته و ویل، زموږ ننۍ ناسته د مشرتابه د ځینو احکامو د پلي کېدو په هدف ده، ښځینه کارمندانې باید حجاب رعایت کړي او نارینه کارمندان باید سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي چې د  دې له پاره د امربالمعروف وزارت طرحه جوړه کړې او تاسو ته لیږل شوې.

 ښاغلي مخلص په جدي توګه وویل هغه میرمنې چې په امارتي ادارو کې کار کوي او حجاب نه رعایتوي باید له دندو ګوښه کړلی شي او بې حجابه ښځینه مراجعینې نه شي کولی چې دفترونو ته دننه شي.

ور پسې ناستې ته د یاد وزارت مسلکي معین شیخ فقیر محمد محمدي په خبرو کې وویل، زموږ کړنې د مشرتابه د حکم پر اساس دي نه د خپلو شخصي غوښتنو پر اساس او ټینګار یې وکړ چې امارتي کارمندان باید سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي، لمونځونه په جماعت سره ادا کړي او هغه ادارې چې پکې ښځینه کارکوونکې شتون لري حجاب وکړي او کاري ساحه یې باید جلا وي.

دغه را ز ناستې ته د دې وزارت نظامي معین شیخ سعید احمد شهید خېل پخپلو خبرو کې وویل هر اداري مسؤل مسؤلیت لري چې پخپلو کارمندانو د مشر تابه او امربالمعروف وزارت له لوري ټاکل شوي قوانین په پوره توګه پلي کړي او د نظامي ارګانونو پر مسؤلینو یې غږ وکړ چې مجاهدین دي تر ډېره له تفریحي او د ګڼې ګوڼې له ځایونو منع کړي او زیاته یې کړه چې کم عمره کسان باید له نظامي لیکو و ایستل شي او په دیني مدارسو کې د درسونو زمینه ورته برابره شي.

د ناستې په پای کې راغلو مسؤلینو په دې تړاو خپلې غوښتنې او سوالونه د وزارت له مسؤلینو سره شریک کړل او ناسته د دعایې په ویلو پای ته ورسېده

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۸
Background image

محتسبین در ولایت بلخ یک جادوگر را با اسناد و کتاب ‌های جادویی بازداشت کردند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت بلخ، در پی دریافت شکایات متعدد مردمی در ولسوالی زاری این ولایت، فردی را به اتهام انجام اعمال جادوگری بازداشت نمودند.

مسئ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۶
Background image

حل و فصل ۱۲ مورد منازعه و دشمنی قومی در پنج ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل منازعات و دشمنی ‌ها، موفق به حل و فصل ۱۲ مورد منازعه و دشمنی دیرینه میان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

جلوگیری از ازدواج اجباری ۳ زن و تسهیل ازدواج شرعی دو دختر در پنج ولایت

محتسبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایت، در راستای تأمین حقوق شرعی زنان، موفق شدند از سه مورد ازدواج تحمیلی زنان در ولایات کندز، بغلان و سرپل جلوگیری نمایند و همچنان زمینه. . .

BACK TO NEWS