خویندې اوس د وروڼو د غلطیو سزا نه ګالي.

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۱۶ - ۱۱:۳۶
pvp

مولوي سعید الله سعیدي:

خویندې اوس د وروڼو د غلطیو سزا نه ګالي.

د ننګر هار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست له لوري د اوومې حوزې اړوند د زیړانیو کلي کې دیادې حوزې مسؤلینو او د سیمې مشرانو دیاد کلي د دوو کسانو څو کلنه شخړه پای ته ورسېدله.

چې د یادې شخړې د پای ته رسېدو په مورِد رابلل شوې جرګې ته مولوي سعید الله سعیدي پخپلو خبرو کې وویل:

کومې شخړې او لانجې چې رامنځ ته کېږي دا د بیځایه تربګنیو او حسدونو نتېجه ده که موږ د اسلامي حقوقو پابند ژوند وکړو او ټولنه مو په هغو اُصلو او قوانینو برابره وي چې اسلام یې راته ښوونه کړې موږ به د هیڅ شخړې او لانجې شاهیدان نه یو.

نوموړي همدا راز پخپلو خبرو کې وویل:

اوس هغه تور دور تېر دی چې د ورور د جنایتونو سزا به خور ګاللۀ چې جنایت به ورور، پلار، ترۀ کړی وه او نجونو به دغه دروند ظلم د ژوند تر پایه زغامه ،او بې د نجونو د خوښې به پرې دا دروند پېټی ایښودل کېده.

همد راز نوموړي په خلکو غږ وکړ چې له بې ځایه حسدونو، کینو، تربګنیو شخړو او لانجو څخه ځانونه وساتي ځکه چې دا ټول د اسلام له مقدس دین نه خلاف کارونه دي چې موږ باید دیوې ارامه او سوکاله ټولنې لپاره کار وکړو.

چې په خبره یې :

موږ هغه وخت د یوې ارامه ټولنې خاوندان کېدلی شو چې په ټولنه کې د امر بالمعروف نهی عن المنکر سلسله جاري وساتو ځکه دا یوازینۍ د ټو لنې د اصلاح بهترینه لار ده چې د هر منکر دمخه نیولو لپار پر وخت رسیدګي کولی شي او مخه یې نیسي.

همدا راز نوموړي د شخړې پر دواړو لوریو او د سیمې له خلکو وغوښتل چې دبدیو په بدل کې باید خپلې لوڼې او خویندې ور نه کړو چې باید بدیل يې ولټو.

چې د سیمې خلکو ورته ددې احکامو د منتشِر او هر ډول مرستې او همکاري ډاډ ورکړ.

ورپسې د ښکېلو اړخونو یو تن سپین ږیري پخپلو خبرو کې له امارت اسلامي خوښي څرګنده او وه یې ویل:

هغه نظامونه کامیاب دي چې د ولس په دردونو کې شریک وي او د ولسونو غږ بې له کوم تکلیفه تر مسؤلو چارواکو رسيږي .

همدا راز نوموړي زیاته کړه:

دا دخوښۍ ځای دی چې د کلونو شخړه او لانجه د خبرو له لاري حل کیږي .

او یاده ناسته د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۸:۵۹
Background image

فشرده فعالیت‌های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ماه میزان سال روان

برگزاری نشست‌های اصلاحی و آگاهی‌دهی:

محتسبین و مبلغین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در جریان ماه میزان سال روان، به‌منظور ترویج معروفات، جلوگیری از منکرات، اصلاح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۳
Background image

فشرده فعالیت‌های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

برگزاری نشست‌های اصلاحی و آگاهی‌دهی:

محتسبین و مبلغین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در جریان هفتهٔ جاری، به‌منظور اقامهٔ معروفات، جلوگیری از منکرات، اصلاح رسوم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۰:۷
Background image

بازداشت دو تن به اتهام استفاده از روش‌های جادویی برای فریب مردم در ولایت‌های بلخ و ننگرهار

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای حفاظت از ارزش‌های دینی و رسیدگی به شکایات مردمی، دو تن را به اتهام انجام اعمال ساحری با کتاب‌ها و اسناد مرتبط با اعمال. . .

BACK TO NEWS