شیخ محمد خالد (الحنفي): اسلام د عصبیت نه بلکې د اخوت او ورورولي درس ورکوي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۱ - ۹:۲۸
/mopvpe

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) د حوت د لسمې په مناسبت جوړې شوې لمانځغونډې ته د وینا پر مهال د حوت لسمه د اشغال د خاتمې د پیل ورځ وبلله او زیاته یې کړه چې له همدغې ورځې د اشغال خاتمه پیل شوه.

هغه و ویل مونږ باید هغه د اشغال لومړۍ ورځې هم په یاد ولرو چې دومره کمزوري و، چا راته په ځمکه د ژوند کولو حق نه راکولو، خو لوی خدای بیا په ستره بریا ونازولو، اما اوس باید مغروره نشو او دا هر څه د خدای جل جلاله نصرت وبولو.

شیخ محمد خالد (الحنفي) و ویل هغه ملت الله جل جلاله تل کامیابي او بریا ته رسولي چې څلور اوصاف لري.
لومړی ایمان
دوهم وحدت
دریم اخلاص
څلورم استقامت
افغان ملت او د اسلامي امارت مجاهدین دغه څلور اوصاف لري او تل باید یاد اوصاف په ځان کې ولرو.

هغه و ویل مونږ د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په څیر کمزوري و چې کفارو پرې لري اچول خو چا یې د لرې کولو توان نه درلود عبدالله ابن مسعود صاحب ورته ګوري توان یې د منعې نه لري، اما په بدر کې بیا عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د ابوجهل سر پرې کوي، مونږ ته هم شل کاله وړاندې چا د ژوند حق نه راکولو خو دا دی لکه د بدر د ورځې په څیر ستره بریا او کامیابي د الله په فضل او نصرت رانصیب شوه.
نوموړی وایي: کامیابي په وسائلو نه ده کنه امریکا به حتما بریالی وه.

شیخ خالد وړاندې زیاته کړه چې اسلام مونږ ته د اخوت او ورورولي درس راکړئ، نه د قومیت او عصبیت، ټول افغانان باید په یو نوم راټول شو.

هغه له هغو افغانانو هیواد ته د خدمت کولو وغوښتل چې اقتصادپوهان دي او زیاته یې کړه چې اسلام کې دوه شیان مهم دي یو امن دوهم اقتصاد
امن راغلی، اقتصاد به مو هم ښه کیږي خو هغه اقتصاد پوه افغانان چې تللي او یا دلته دي باید راوړاندې شي او خدمت وکړي.

شیخ محمد خالد (الحنفي) په پای کې و ویل: مونږ غواړو د مدرسې او پوهنتون طالب سره یو کړو، دښمنان مو ویشل غواړي، خو مونږ باید ویښ شو، هیڅ ستونزه نلرو، علم دین او علم الابدان دواړه علم بلل شوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

زمینه اجرای عقد نکاح شرعی دو زن جوان در غزنی و فاریاب فراهم شد

به‌ منظور حمایت از حقوق شرعی زنان، ترویج ارزش ‌های اسلامی و رفع موانع موجود در مسیر ازدواج، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت ‌های غزنی و فاریاب، زمینه عقد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۲
Background image

اعاده حقوق شرعی پنج زن  در زمینه مهریه و نفقه

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و رسیدگی به شکایات مردمی، به پنج قضیه حقوقی زنان در زمینه های مهریه و نفقه در ولایات تخار، غزنی،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۹
Background image

حل و فصل ۲۲ مورد منازعه و دشمنی در ۱۰ ولایت

در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل منازعات و دشمنی‌ میان اقوام و خانواده‌ ها، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت ‌های دایکندی، غزنی،. . .

BACK TO NEWS