محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې
محتسبینو په کندهار، بلخ، لغمان او سمنګان ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون، امربالمعروف وزارت د قانون د پلي کولو، عامه ذهنیت د سمون او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې.
محتسبینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې، چې موخه یې په ټولنه کې د امربالمعروف وزارت د قانون پلي کول، ناوړه کړنو مخنیوی، مېرمنو د شرعي حقونو تأمین او په کارونو کې همغږي رامنځته کول و، له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو وغوښتل، چې د قانون په پلي کولو او په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او د هغو بدو پېښو مخ ونیسي چې له اسلامي احکامو سره په ټکر کې وي او د وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي او د داسې ناستو جوړول یې د ولس او نظام تر منځ د ښې همغږۍ غوره لار وبلله.
