د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان ۱۴۰۵ هـ.ش کال د عقرب میاشتې د کړنو راپور

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۹:۲۰
whatsapp_image_2026-11-22_at_4.24.57_pm.jpeg

۱- د اصلاحي او عامه پوهاوي غونډو جوړول:

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په عقرب میاشت کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، د ناسمو دودونو د اصلاح او د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه، په ټول هېواد کې له دیني علماوو، قومي مشرانو، د ګذر وکیلانو او د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره نیږدې ۳٬۲۳۴ اصلاحي او عامه پوهاوي غونډې کړې دي.

همدارنګه، د یاد وزارت نظامي محتسبینو د اسلامي شریعت د احکامو، د وزارت د قانون او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو د تطبیق په موخه، په مرکز او ولایتونو کې له سلګونو نظامي ادارو او قطعاتو څخه څارنه کړې او له مسئولینو او مجاهدینو سره یې د شوو سپارښتنو د پلي کولو په موخه اصلاحي ناستې کړې دې.

د یاد وزارت محتسبینو په عقرب میاشت کې د بازارونو د څارنې او له سوداګرو او هټۍ‌والو سره د ۱٬۴۲۳ اصلاحي غونډو ترڅنګ، لسګونه زره فیره پټاقۍ او له ۱۰ ټنو څخه زیات بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر خوراکي او غیرخوراکي توکي راټول او له منځه وړي دي.

سربېره پر دې، د شکایتونو اورېدلو معینیت منسوبینو په دې میاشت کې د هېوادوالو ۵۲۷ شکایتونه په حضوري ډول او د یاد معینیت د وړیا ټلیفونی شمېرو له لارې ثبت او ترلاسه کړي دي، چې له جملې یې ۸۳ شکایتونو ته رسېدنه شوې، ۲۵ شکایتونه د شرعي او قانوني اجراآتو په موخه اړوندو ارګانونو ته راجع شوي او پاتې شکایتونه تر څېړنې لاندې دي.

۲- له رسنیو او ټولنیزو شبکو څخه څارنه:

د امربالمعروف وزارت اړوند د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست مسؤلینو په عقرب میاشت کې د وزارت د لاسته راوړنو د خپرولو ترڅنګ، په ټیک‌ټاک کې د ۱۲، انسټاګرام کې د ۱۱، فېسبوک کې د ۳ او په تصویري او غږیزو رسنیو کې د لسګونو سرغړونو مخه نیولې او د رسنیو مسئولینو ته یې د اسلامي شریعت د احکامو د رعایت سپارښتنې کړې دي.

همدارنګه، د ځینو روغتیايي مرکزونو د هغو فعالیتونو په تړاو چې د څېرې د بدلون عملیاتونه پکې ترسره کېږي، د یادو مرکزونو مسئولینو ته د شرعي احکامو د رعایت او له داسې عملیاتونو څخه د ډډې کولو سپارښتنې شوې دي.

۳- د کوډګرو نیول:

محتسبینو د ۱۴۰۵ کال عقرب میاشت کې د شریعت له احکامو سره د مخالفو کړنو د مخنیوي په موخه، په مرکز او یو شمېر ولایتونو کې ۴۹ تنه د جادوګرۍ په جرم نیولي او د څېړنې او شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.

۴- د شخړو او دښمنیو لخ منځه وړل:

د یاد وزارت محتسبینو د دیني علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ، د اسلامي ورورولۍ د پیاوړتیا په موخه،۵۴ دښمنۍ او ۳۱۱ کورنۍ، قومي او سیمه‌ییزې شخړې د اسلامي شریعت د احکامو له مخې هوارې کړې او د ښکېلو لورو ترمنځ یې جوړ جاړي ته لار هواره کړې.

۵- د ښځو شرعي حقونو ته رسېدنه:

محتسبینو په عقرب میاشت کې د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۴۸۵ قضیو ته رسېدنه کړې ده. په دغو قضیو کې ظلم، اجباري نکاح، میراث، ولور، نفقه، په بدو کې د نجونو ورکول او طلاق قضیې شاملې دي، چې د محتسبینو له لوري حل شوې دې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۹:۴۰
Background image

فشرده فعالیت‌های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در جریان ماه عقرب سال ۱۴۰۵ هـ.ش

برگزاری نشست‌های اصلاحی و آگاهی‌دهی:

محتسبین و مبلغین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، طی ماه عقرب سال روان، در راستای ترویج معروفات، جلوگیری از منکرات، اصلاح رسوم و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۳:۵۹
Background image

نزدیک به دو تُن مواد خوراکی تاریخ‌گذشته و بی‌کیفیت از بازارهای سه ولایت جمع‌آوری شد

محتسبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در جریان نظارت و بررسی از بازارهای ولایت‌های کندز، فراه و زابل، نزدیک به دو تُن مواد خوراکی بی‌کیفیت و تاریخ‌گذشته را جمع‌آوری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۰:۱۹
Background image

منسوبین وزارت امر بالمعروف، در ولایت سرپل یک کودک زندانی‌شده توسط پدرش را نجات دادند

منسوبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت سرپل، در راستای مسئولیت‌های دینی و انسانی و به‌منظور حفاظت از حقوق اطفال و جلوگیری از ظلم و بدرفتاری با آنان، کودکی را که از. . .

BACK TO NEWS