هلمند کې محتسبینو یوه مېرمن له ۱۴ کلن کورني بند څخه وژغورله
هلمند ولایت کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام په ګرمسېر ولسوالۍ کې هغه مېرمن چې د پلار او وروڼو له لوري نیږدې ۱۴کاله په کورني بند کې ساتل کېدله او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وه د محتسبینو په هڅو ازاده او د درملنې په موخه روغتون ته واستول شوه.
د یاد ولایت د امربالمعروف مسؤلین یې په تړاو وایي: یاده مېرمن چې ۱۴ کاله وړاندې د پلار له لوري د خپل اکا زوی ته د هغې له خوښې پرته په نکاح ورکول شوې وه؛ چې د نوموړې مېرمنې له انکار وروسته یې پلار او وروڼو په کورني بند کې ساتله او له سختو فزیکي او رواني ځورونو سره مخ وه، چې د محتسبینو له لوري تر ژغورلو وروسته د درملنې په موخه د سیمې روغتون ته د درملنې په موخه واستول شوه.
محتسبین زیاتوي چې هېچاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي او په پوره توان به د مېرمنو د حقونو د تأمین لپاره جدي کړنې تر سره کړي.
