محتسبینو په درې ولایتونو کې څلور مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې
محتسبینو په میدان وردګ، ارزګان او لغمان ولایتونو کې د خپلو کړنو پر دوام د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه څلور مېرمنې، چې د خاوندانو او د کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له سخت کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې.
د امربالمعروف مسؤولین یې په تړاو وایي: یادې مېرمنې، چې ځینې یې له تېرو لسو کلونو راهیسې د خاوندانو د ناوړه چلند له امله له سخت کورني تاوتریخوالي سره مخ وې او د پلرونو په کورونو ناستې وې، د محتسبینو په هڅو بېرته له خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.
محتسبین زیاتوي، چې په یادو قضیو کې د کورني ظلم، نفقې، ولور او ورته قضیې د محتسبینو له لوري حل شوې دي او د محتسبینو له لوري د مېرمنو د حقونو د تأمین په موخه جدي کړنې لا هم دوام لري.
