د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۶
awwny_khbrwnh-25_aly_31_thwr-pshtw.jpg

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۳۰) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۶۷) د کورني تاوتریخوالي، (۱۶) د میراث، (۱۱) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۱) د ولور، (۱۰) د نفقې ورکړې، (۷) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینه برابره شوې او پاتې (۸) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۲)  لویې دښمنۍ او (۵۵) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

دغه راز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۲۳) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

  محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۲۱۳) اصلاحي ناستې کړې او لس تنه تاریخ تېر توکي یې له منځه وړي دې.

اصلاحي ناستې:

 او وروستی خبردا، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په کچه له ځایي خلکو سره د عامه ذهنیت د سمون، اسلامي نظام د ملاتړ او په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه په دې اونۍ کې(۴۰۷) اصلاحي ناستې کړې دې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵
Background image

رسیدگی به ۱۲ قضیه شرعی زنان در بخش‌های میراث، نفقه و مهریه در ولایت‌های پروان و تخار

در شریعت اسلامی، برای حقوق مالی و خانوادگی زنان جایگاه و احکام مشخصی در نظر گرفته شده است و تأمین حقوق شرعی آنان در بخش‌های میراث، مهریه و نفقه از جمله مسائلی است که در آموزه‌های دینی. . .

BACK TO NEWS