غزني کې یوې مېرمنې د محتسبینو په هڅو د میراث شرعي حق تر لاسه کړ
د غزني ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې په ګیلان ولسوالۍ کې هغې مېرمنې ته د میراث شرعي حق وسپاره چې له تېرو شپږو کالونو راهیسې یې د میراث اخیستلو قضیه نا حل پاتې وه.
مسؤلین وایي: یاده مېرمن چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلوانو څخه د میراث غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپل شرعي حق په اخیستلو نه وه توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حق تر لاسه کړ.
مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.
