د هېواد په اووه ولایتونو کې (۳۵) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۴۹
ph_awwh_wlaytwnw_35_mrmn_lh_zlmwnh_wzhghwrl_shw.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په پکتیکا، زابل، تخار، بغلان، فاریاب، ننګر هار او خوست ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۳۵) مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې کورني ظلم، نفقې نه ورکړې، روحي او فزیکي ځورونې  او ورته ناوړه پېښو سره مخ وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۱۴
Background image

نجات ۱۵ زن قربانی خشونت‌های خانوادگی در ولایت دایکندی

در پی رسیدگی به شکایت‌های ثبت‌شده از سوی باشندگان محل، ۱۵ زن در ولایت دایکندی که طی سال‌های متمادی با خشونت‌ها و بدرفتاری‌های خانوادگی مواجه بودند، از سوی منسوبین وزارت امر بالمعروف،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۱۴
Background image

بازداشت هفت فرد متهم به جادوگری در ولایت‌های پروان و غزنی

در ادامه تلاش‌های منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در راستای صیانت از ارزش‌های اسلامی، حفظ عقیده سالم و جلوگیری از اعمال خلاف شریعت، هفت تن به اتهام جادوگری در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

نجات دو زن از ازدواج‌های تحمیلی در ولایت‌های خوست و زابل

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تطبیق احکام شریعت اسلامی، رسیدگی به شکایات مردمی و جلوگیری از ظلم و خشونت علیه زنان، از دو مورد نکاح اجباری دختران در. . .

BACK TO NEWS