غزني کې (۱۴) مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۳۲
dr_kndz_nssht_ba_alman_dyn_brgzar_shd

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د غزني ولایت محتسبینو په آب بند، جاغوري، ګيلان، واغظ او اندړو ولسوالیو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۱۴) مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو  څخه وژغورلې.

د ولایتي محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له  تېرو لسو کلونو راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د فزیکي او رواني تاوتریخوالي سره مخ وې او د خسر ګنیو له لوري ورسره ناوړه چلند کېده، د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې سلګونو بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۷
Background image

تأمین صلح و تحکیم همدیگرپذیری با حل ۱۸ منازعه و دشمنی در چهار ولایت

در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل منازعات و دشمنی‌ میان اقوام و خانواده‌ ها، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت ‌های سرپل، بامیان،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۲۶
Background image

جلوگیری از نکاح غیرشرعی یک زن در ولایت میدان وردک

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولسوالی سیدآباد ولایت میدان وردک، در ادامه تلاش ‌های خویش در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و جلوگیری از رسم و رواج‌ های ناپسند،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۲۴
Background image

رسیدگی به هشت قضیه شرعی زنان در زمینه های مهریه و میراث در سه ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و رسیدگی به شکایات مردمی، به هشت قضیه حقوقی و شرعی زنان در زمینه های میراث و مهریه در ولایات تخار،. . .

BACK TO NEWS