د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۴۲
awny_khbrwnh-_12_tr_18_thwr-_dyzayn.jpg

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۱۴) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۸) د کورني تاوتریخوالي، (۱۹) د میراث، (۸) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۰) د ولور، (۸) د نفقې ورکړې، (۵) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینه برابره شوې او پاتې (۶) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۵)  لویې دښمنۍ او (۷۹) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

دغه راز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۱۳) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

  محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۲۰۳) اصلاحي ناستې کړې دې.

اصلاحي ناستې:

 او وروستی خبردا، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په کچه له ځایي خلکو سره د عامه ذهنیت د سمون، اسلامي نظام د ملاتړ او په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه په دې اونۍ کې(۳۰۶) اصلاحي ناستې کړې دې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۱۴
Background image

نجات ۱۵ زن قربانی خشونت‌های خانوادگی در ولایت دایکندی

در پی رسیدگی به شکایت‌های ثبت‌شده از سوی باشندگان محل، ۱۵ زن در ولایت دایکندی که طی سال‌های متمادی با خشونت‌ها و بدرفتاری‌های خانوادگی مواجه بودند، از سوی منسوبین وزارت امر بالمعروف،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۱۴
Background image

بازداشت هفت فرد متهم به جادوگری در ولایت‌های پروان و غزنی

در ادامه تلاش‌های منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در راستای صیانت از ارزش‌های اسلامی، حفظ عقیده سالم و جلوگیری از اعمال خلاف شریعت، هفت تن به اتهام جادوگری در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

نجات دو زن از ازدواج‌های تحمیلی در ولایت‌های خوست و زابل

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تطبیق احکام شریعت اسلامی، رسیدگی به شکایات مردمی و جلوگیری از ظلم و خشونت علیه زنان، از دو مورد نکاح اجباری دختران در. . .

BACK TO NEWS