نورستان کې محتسبینو له سودا ګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۱:۱۳
d_nwrsatn_wlayt_mhtsbyw_lh_swdagrw_srh_aslahy_nasty_wkry.jpg

د نورستان ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د خپلو کړنو پر مهال په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي، نرخونو کنټرول او د اسلامي سوداګرۍ رامنځته کولو په موخه د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له یو شمېر سودا ګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې.

 د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې له سودا ګرو او هټۍوالو سره د سود، احتکار، دوکې، نرخونو کنټرول او له اسلامي احکامو سره د سمې سوداګرۍ په برخه کې سودا ګرو او هټۍ والو ته سپارښتنې وکړې او له هغوی یې وغوښتل ترڅو خپلې چارې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي او په یادو برخو کې له سود، احتکار او ټولو غیر شرعي کړنو له کولو ډډه وکړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د نورو اصلاحي کړنو ترڅنګ د محتسبینو دغه کړنې ستایي او له مسؤولینو غواړي چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه ونیسي او د وزارت د شویو سپارښتنو د تطبیق په برخه کې جدي کړنې تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د هېواد په ټولو ولایتونو کې ورته اصلاحي کړنې تر سره کوي، چې ور سره  په بازارونو کې د منکراتو په کموالي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۵
Background image

رسیدگی به ۱۲ قضیه شرعی زنان در بخش‌های میراث، نفقه و مهریه در ولایت‌های پروان و تخار

در شریعت اسلامی، برای حقوق مالی و خانوادگی زنان جایگاه و احکام مشخصی در نظر گرفته شده است و تأمین حقوق شرعی آنان در بخش‌های میراث، مهریه و نفقه از جمله مسائلی است که در آموزه‌های دینی. . .

BACK TO NEWS