د امر بالمعروف وزارت رهبري د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر جهادي او قومي مشرانو، دیني عالمانو او استادانو سره وکتل

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴
dydar_wzyr_sahb_ba_bzrgan_qwmy_-15_hml.jpeg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي په خپل کاري دفتر کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلو جهادي او قومي مشرانو، دیني عالمانو خطیبانو او استادانو سره چې مشري یې انجینر محمود کوله، وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي صاحب په پیل کې راغلي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، راعي او رعيت سره توپیر نه لري خو پر یو بل متقابل حقونه او مکلفیتونه لري، په همدې بنسټ په کار ده، چې ټول وګړي د اسلامي نظام پایښت او الهي احکامو تطبیق په برخه کې یوځای کار وکړي.

ښاغلي شيخ صاحب همداراز زیاته کړه، چې ټولنه کې د شته ناخوالو او ستونزو له منځه وړلو ترڅنګ د خلکو شکایتونو اورېدلو ته ژمن دی.

بل‌خوا د ناستې ګډونوالو خپلې یو لړ مهمې ستونزې او وړاندیزونه د وزارت له رهبري سره شریک کړل او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد د بنسټیزو برخو د پیاوړتیا لپاره باید ګډې هڅې لا زیاتې شي. هغوی په ځانګړي ډول د مخدره توکو د مخنیوي، د روغتیا سکتور د پیاوړتیا د ټولني د اصلاح او د نورو مهمو برخو د پرمختګ لپاره د اړوندو وزارتونو ترمنځ د ګډو کمېټو د جوړېدو غوښتنه وکړه او له قدرمن شيخ صاحب څخه یې وغوښتل څو یادې سپارښتنې تر اړوندو مسؤولینو ورسوي.

هغوی همداراز ډاډ ورکړ، چې په ټولنه کې د شته ستونزو په له منځه وړلو کې له یاد وزارت سره بشپړه همکاري کوي.

په پای کې ښاغلي شیخ صاحب ګډون‌والو ته ډاډ ورکړ چې د ګډونوالو ستونزو ته په جدي توګه رسېدنه کوي او غوښتنې یې تر اړوندو مسؤولینو رسوي. ښاغلي شیخ صاحب پخپلو خبرو کي وویل: تاسو حق لرئ چې مونږ ته خپل ستونزی او مشکلات راورسوئ حتی که مونږ تر ګریوان هم ونیسئ، مونږ یې په ورین تندې قبلوو او مکلف یو چې ستاسو ټولو مشروع غوښتنو او سپارښتنو ته د عمل لباس پیدا کړو.

ښاغلي شيخ صاحب همداراز د دینې او عصري علومو او ټکنالوجۍ ارزښت ته په اشارې سره زیاته کړه، چې باید ځوانان په دې برخو کې وهڅول شي او ورته لازم فرصتونه برابر شي.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد وزارت رهبري له دی وړاندې هم له یو شمیر قومي مشرانو سره ناسته کې په ګډه همکارۍ او همغږۍ ټینګار کړی وو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۲۶
Background image

فشرده فعالیت‌ های وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات طی یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در چهارچوب تطبیق احکام شریعت اسلامی و با همکاری اقشار مختلف جامعه، فعالیت‌ های گسترده و مؤثری را در راستای تحکیم ارزش ‌های دینی، تأمین نظم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۹
Background image

زمینه اجرای عقد نکاح شرعی دو زن جوان در غزنی و فاریاب فراهم شد

به‌ منظور حمایت از حقوق شرعی زنان، ترویج ارزش ‌های اسلامی و رفع موانع موجود در مسیر ازدواج، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت ‌های غزنی و فاریاب، زمینه عقد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱۲
Background image

اعاده حقوق شرعی پنج زن  در زمینه مهریه و نفقه

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و رسیدگی به شکایات مردمی، به پنج قضیه حقوقی زنان در زمینه های مهریه و نفقه در ولایات تخار، غزنی،. . .

BACK TO NEWS