پکتیکا کې محتسبینو  د یوې ځوانې مېرمنې د ناخوښه نکاح مخه ونیوله

fazli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۸:۴۵
dr_pktyka_yk_zn_az_nkah_ajbary_njat_yaft.jpeg

د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو په سروضه ولسوالۍ کې د خپلو کړنو پر مهال د هغه ځوانه مېرمن له ناخوښه نکاح  څخه وژغورله، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د ناوړه دودونو په اساس یې د هغې له خوښې پرته په جبري توګه په نکاح ورکړي.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبین وایي: یاده مېرمن چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغې له خوښتې پرته یې په جبري توګه په نکاح کړي، چې محتسبینو پر یاده قضیه له خبرېدو وروسته د مېرمنو د شرعي حق د ورکړې په موخه یاده مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله.

مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي».

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ډېری ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو اړوند نا خوښه ودونې، کورني بند خونو، کورني تاوتریخوالي، ولور او میراث سلګونه قضیې حل کړې دي او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۱۴
Background image

نجات ۱۵ زن قربانی خشونت‌های خانوادگی در ولایت دایکندی

در پی رسیدگی به شکایت‌های ثبت‌شده از سوی باشندگان محل، ۱۵ زن در ولایت دایکندی که طی سال‌های متمادی با خشونت‌ها و بدرفتاری‌های خانوادگی مواجه بودند، از سوی منسوبین وزارت امر بالمعروف،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۱۴
Background image

بازداشت هفت فرد متهم به جادوگری در ولایت‌های پروان و غزنی

در ادامه تلاش‌های منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در راستای صیانت از ارزش‌های اسلامی، حفظ عقیده سالم و جلوگیری از اعمال خلاف شریعت، هفت تن به اتهام جادوگری در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

نجات دو زن از ازدواج‌های تحمیلی در ولایت‌های خوست و زابل

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تطبیق احکام شریعت اسلامی، رسیدگی به شکایات مردمی و جلوگیری از ظلم و خشونت علیه زنان، از دو مورد نکاح اجباری دختران در. . .

BACK TO NEWS