روزګان کې پنځو مېرمنو د محتسبینو په هڅو د میراث شرعي حق تر لاسه کړ

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۱۱
dr_rwzgan_hq_pnj_zn_tamyn_shd.jpeg

د روزګان ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې پنځو هغو مېرمنو ته د میراث شرعي حق وسپاره چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو څخه د میراث اخیستلو قضیه نا حل پاتې وه.

 مسؤلین وایي: یادې مېرمې چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو او خپلوانو څخه د میراث غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپل شرعي حق په اخیستلو نه وې توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حق تر لاسه کړ.

مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډګ چلند څخه کار واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه سلګونه مېرمنې له کورني تاوترخوالي، کورني بند، غیر شرعي نکاح ګانو او ځان وژنې څخه ژغورلې دي او سلګونه مېرمنې یې د میراث له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۱
Background image

سه تن به اتهام جادوگری در ولایت بلخ بازداشت شدند

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تطبیق احکام شریعت اسلامی، تأمین نظم و جلوگیری از اعمال و رفتارهای مغایر با ارزش‌های دینی، سه تن را به اتهام انجام اعمال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۳۰
Background image

حدود یک تُن ادویهٔجات تاریخ‌گذشته از دواخانه‌های ولایت زابل جمع‌آوری شد

منسوبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر و سمع شکایات ولایت زابل، با همکاری مسئولان و کارکنان اتحادیهٔ داکتران و کارکنان صحی سکتور خصوصی، حدود یک تُن ادویه‌جات تاریخ‌گذشته را از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۴
Background image

دشمنی یک‌ساله میان دو خانواده در ولسوالی الفتح ولایت سرپل با پرداخت دیه ( خون‌بها ) پایان یافت

یک قضیه قتل و دشمنی یک‌ساله میان دو خانواده در ولسوالی الفتح ولایت سرپل، با میانجی‌گری و تلاش‌های رئیس امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات و هیئت عالی‌رتبه ولایتی، بر اساس احکام. . .

BACK TO NEWS