پکتیکا ولایت کې محتسبینو څلور مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۵۹
dr_pktyka_chhar_zn_njat_yaft.jpeg

د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د خپلو ورځنیو کړنو پر مهال څلور مېرمنې، چې له اوږدې مودې راهیسې له ناوړه چلند سره مخ وې او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایی: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خاوندانو له لوري ور سره ناوړه چلند کېده او له ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

ورته مهال د یاد ولایت محتسبینو د درې هغو مېرمنو د په زور ودونې مخه نیولې چې د کورنیو غړو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دودنو پر اساس یې نا خوښه کسانو ته په نکاح ورکړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو په ټول هېواد کې د مېرمنو  پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو پېښو مخه نیولې او پر مېرمنو د ناوړه دودیزو دودونو کچه یې د پخوا په پرتله را کمه کړې ده، چې پر اساس یې مېرمنې کولی شي په ازاد ډول د خپلو شرعي حقونو غوښتنه وکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

نجات یک زن از حبس خانه‌گی در ولایت هرات

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در راستای تأمین حقوق شرعی زنان، یک زن را از حبس و خشونت خانوادگی در ولسوالی زاول ولایت هرات نجات دادند.

مسئولان وزارت امر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۸:۴۸
Background image

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در  ماه نخست ( حمل )  سال روان

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در ماه نخست سال ۱۴۰۵، در پرتو احکام شریعت اسلامی و با تطبیق برنامه‌ های اصلاحی، در راستای اقامه معروفات، منع منکرات، تحکیم اخوت اسلامی،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۸:۳۸
Background image

رهایی ۱۴ زن از خشونت های خانوادگی در پنج ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایات بلخ، غور، میدان وردک، نیمروز و ارزگان  در پی دریافت گزارش ‌های مردمی، ۱۴ تن از زنان را که طی سال ‌های متمادی در معرض. . .

BACK TO NEWS