بغلان کې محتسبینو دوه تنه خطر ناک کوډګر نیولي دي

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۲:۲۷
 img-20260127-wa0004.jpg Alternative text

 د بغلان ولایت محتسبینو په ټولنه کې د خرافاتو د مخنیوي په موخه دوه تنه هغه کوډګر چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې راولاړولې او له مېرمنو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولي دي.
د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤولین وایي: دوه تنه هغه خطر ناک کوډګر یې د جادو له وسایلو سره یو ځای نیولي چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له مېرمنو څخه پیسې اخیستلې چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. 
محتسبین همدا زار ډاډ څرکندوي، چې هېڅ چا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته شومو پدیدو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.
بلخوا ځایي اوسېدونکو د محتسبینو شتون د ټولنې اصلاح او سمون له پاره اساسي اړتیا بولي او له هغوی غواړي، چې په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ د کوډګرو مخنیوي کې لا ګړندي ګامونه اوچت کړي، څو ټولنه له خرافاتو او شرکي عقایدو پاکه شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

نجات یک زن از حبس خانه‌گی در ولایت هرات

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در راستای تأمین حقوق شرعی زنان، یک زن را از حبس و خشونت خانوادگی در ولسوالی زاول ولایت هرات نجات دادند.

مسئولان وزارت امر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۸:۴۸
Background image

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در  ماه نخست ( حمل )  سال روان

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در ماه نخست سال ۱۴۰۵، در پرتو احکام شریعت اسلامی و با تطبیق برنامه‌ های اصلاحی، در راستای اقامه معروفات، منع منکرات، تحکیم اخوت اسلامی،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۸:۳۸
Background image

رهایی ۱۴ زن از خشونت های خانوادگی در پنج ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایات بلخ، غور، میدان وردک، نیمروز و ارزگان  در پی دریافت گزارش ‌های مردمی، ۱۴ تن از زنان را که طی سال ‌های متمادی در معرض. . .

BACK TO NEWS