د هېواد په اتو ولایتونو کې (۱۶) مېرمنې له بېلا بېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۲۱
16_zn_njat_yaft.jpeg

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په خوست، غزني، سمنګان، کاپیسا، کندز، غور، بدخشان او روزګان ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو ورکړې او په دې برخه کې د ناوړه کړنو د مخنیوي په موخه (۱۶) مېرمنې، چې د ناوړه دودونو پر اساس له ستونزو سره مخ وې او له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي  حقونو برخمنې کړې.

د محتسبینو په وینا: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د خپلو کورنیو له لوري د ناوړه دودونو او بې معنی غیرتونو په اساس ځورول کېدلې او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې برخې وې د محتسبینو په هڅو وژغورل شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په پوره توګه د مېرمنو د شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۳۴
Background image

حل و فصل ۵ مورد منازعه و دشمنی در ولایت های سرپل، پروان و پکتیکا

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل منازعات و دشمنی‌ ها میان اقوام و خانواده‌ ها، ۵ مورد منازعه و دشمنی را در. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۳۱
Background image

جلوگیری از نکاح اجباری دو زن در ولایت زابل

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در راستای تأمین و صیانت از حقوق شرعی زنان، از نکاح اجباری دو زن در مرکز ولایت زابل جلوگیری نمودند.

مسئولان ریاست امر بالمعروف،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۲۸
Background image

رهایی ۱۱ زن از ظلم و ستم خانوادگی در سه ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایات زابل، غزنی و تخار به ‌منظور تأمین عدالت، تطبیق احکام اسلامی و صیانت از حقوق شرعی زنان، به ۱۱ قضیه مرتبط با زنان که طی. . .

BACK TO NEWS