نیمروز کې محتسبینو د نرخونو کنټرول او احتکار د مخنیوي تر څنګ تاریخ تېر خوراکي توکي له منځه یو وړل

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۵
d_nymrwz_wlayt_nrkhwnh_kntrwwl_wshw.jpeg

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د نیمروز ولایت محتسبینو د نورو امارتي ادارو په ملتیا، په بازارونو کې د احتکار، سود، نرخونو کنټرول او تاریخ تېر خوارکي او غیر خوارکي توکو څخه د څارنې پر مهال نهه ټنه تاریخ تېر خوارکي او غیر خوراکي توکي له منځه یو وړل.

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبینو وویل: د تاریخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکو خرڅلاو او په اجناسو کې تقلب د اسلام د مبارک دین له نظره ناروا عمل دی، چې مخنیوی یې زموږ لومړیتوب دی.

دغه راز ځایي اوسېدونکي هم د ټولنې د اصلاح په موخه د اصلاحي کړنو هر کلی کوي او ترڅنګ یې له محتسبینو غواړي، چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه ونیسي او د وزارت له لوري په دې برخه کې د شوو سپارښتنو د تطبیق په موخه جدي څارنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبین د هېواد په ټولو ولایتونو کې د وزارت د ځانګړو سپارښتنو او جوړو شویو کمېټو پر مټ په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار د مخنیوي په موخه کړنې تر سره کوي، چې ور سره په یاده برخه کې د پام وړ تغیرات راغلي دي .

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۹:۳۱
Background image

د میدان وردګ ولایت محتسبینو له دیني عالمانو او قومي مخورو سره ولسي ناسته و کړه

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف محتسبینو ددې ولایت  له دیني عالمانو، ځوانانو  او  قومي مخورو سره  په جوړه شوې ناسته کې دیني عالمانو ته په خطاب کې  وویل، د الهي احکامو په سم ډول د ټولنې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۰:۴۶
Background image

یک جادوگر در ولایت بلخ از سوی موظفین وزارت امر بالمعروف بازداشت شد

یک تن به اتهام انجام اعمال خلاف شریعت اسلامی، از جمله سحر و جادوگری، از سوی موظفین وزارت امر بالمعروف، نهی عن ‌المنکر و سمع شکایات در ولایت بلخ شناسایی و بازداشت گردید.

این جادوگر که. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۰:۲۵
Background image

نجات چهار زن از ازدواج اجباری در ولایت های نورستان، غزنی و غور

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت های نورستان، غزنی و غور در پرتو تطبیق احکام شریعت اسلامی و تامین حقوق شرعی زنان، از چهار مورد ازدواج اجباری زنان در. . .

BACK TO NEWS